له ایران او پاکستان ۳۶۰۰ افغانان راستانه شوي.
د بېرته راستنېدونکو د ستونزو حل عالي کمېسیون اعلان کړی چې ۳۶۰۰ افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه کمېسیون نن (چهارشنبه، د تلې ۲۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد کسان پرون د هرات – اسلامقلعه، نیمروز د ورښم پل او د کندهار د سپینبولدک د سرحدي دروازو له لارې افغانستان ته راغلي دي.
د بېرته راستنېدونکو د ستونزو حل کمیسیون ویلي چې یوشمېر راستنو شویو کسانو ته مالي مرستې هم ورکړل شوې دي.
ایران او پاکستان له پخوا راهیسې د افغانانو د کډوالۍ له اصلي موخو بلل کېږي او د نړیوال مهاجرت سازمان د معلوماتو پربنسټ، په تېرو دوو کلونو کې له دې دوو هېوادونو څخه څه باندې څلور میلیونه افغانان افغانستان ته راستانه شوي دي.