لوګر کې د عامې روغتیا اړوند درې پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر ولایت د معتادینو د درملنې په ۳۰ بستریز روغتون کې نن د ۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت درې پراختیايي پروژې رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یاد روغتون اداري مدیر روزالدین محمدي جوړې شوې غونډې ته وویل، په دغو پروژو کې د ۱۵ کیلوواټه لمریزې برېښنا سیسټم نصب، د روغتون د بېلابېلو څانګو ترمیم، د پاکو اوبو برابرول، او د درملو او نورو اړینو اکمالاتو چمتو کول شامل دي، چې د روغتون د خدماتو د ښهوالي او دوام په موخه پلې شوې دي.
د نوموړي په خبره، دغه پروژې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په مالي ملاتړ د روان کال له پیله عملي شوې دي.
د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د لوګر ولایت مرستیال والي، مولوي محمدانور دینپرور، له همکارو بنسټونو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې روغتیا او امنیت د الله تعالی له سترو نعمتونو څخه دي او د دواړو د ټینګښت لپاره لوګر ولایت کې جدي او دوامدارې هڅې روانې دي.
ورته مهال، د لوګر د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمد زرک ځیرک، وویل چې اسلامي امارت د روږدو کسانو د درملنې تر څنګ، هغوی ته د حرفوي زدهکړو زمینه هم برابروي، څو له درملنې وروسته بېرته ټولنې ته ور وګرځي او سالم ژوند پیل کړي.
نوموړي همدارنګه وویل، هڅه کوي چې لوګر ولایت کې د روغتیا برخه کې شته ستونزې هوارې او د مرکز پل علم په ګډون لرو پرتو ولسوالیو اوسیدونکو ته د روغتیا برخه کې اساسي خدمات ورسوو.