د کرکټ اسیا جام؛ د دویم پړاو لومړۍ لوبه نن د بنګلهدېش او سریلانکا ترمنځ ترسره کېږي.
د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام شلاوریزو سیالیو د څلورو غوره لوبډلو پړاو کې نن د سریلانکا او بنګلهدېش ترمنځ لومړۍ لوبه ترسره کېږي.
د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شلاوریزې سیالۍ د روانې سمپټمبر میاشتې له نهمې نېټې راهیسې په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې دي چې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه پهکې لري.
په دغو سیالیو کې افغانستان د یوې لوبې په ګټلو او دوو په بایللو سره له مخکې تګه پاتې شو، د هانګکانګ، متحده عربي اماراتو او عمان لوبډلې هم له دې سیالیو وتلې دي.
د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام سیالیو کې هند، پاکستان، بنګلهدېش او سریلانکا د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته لار ومونده.
همدارنګه د څلورو غوره لوبډلو پړاو کې به نن د بنګلهدېش او سریلانکا لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه د افغانستان پر وخت ماښام اووه بجې پیل شي.
د یادونې ده، د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو پایلوبه به د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۸مه ترسره شي.