Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خیبر پښتونخوا کې پر یوه دولتي موټر چاودنې ۱۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې.
۱۱ سرطان ۱۴۰۴

خیبر پښتونخوا کې پر یوه دولتي موټر چاودنې ۱۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

 پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې پر یوه دولتي موټر چاودنه شوې چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د پاکستان سماء ټلوېزیون ویلي چې نن چهارشنبې ورځ د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په ناوه‌ګۍ سیمه کې پر یو دولتي موټر چاودنه شوې چې د یادې سیمې د مرستیال کمېشنر په ګډون پنځه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

په راپور کې راغلي، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي خو د ډېرو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.

سرچینې د سیمه‌ییزو مسوولینو له قوله لیکلي چې تر اوسه لا د چاودنې نوعیت معلوم نه دی او په اړه یې څېړنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې چنګاښ میاشتې په اوومه د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ پر یوه موټر چاودنه شوې وه چې ۱۳ پوځیان په‌کې وژل شوي وو او د لسو سرتېرو په ګډون ۲۴ نور کسان ټپیان وو.

مطالب

خیبر پښتونخوا کې پر یوه دولتي موټر چاودنې
۱۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

دا خبر نورو سره شریک کړئ