اسلامي امارت پروان کې ۱۲ کسان عام محضر کې په دُرو وهلي.
د پروان د ښاري محکمې د عامه امنیت او جزا دېوان د پرېکړو پر اساس، تېره ورځ د دوو مېرمنو په ګډون ۱۲ کسان نامشروع اړیکو او د مخدره توکو کارولو او پلور کې د لاس درلودو له امله عام محضر کې په دُرو وهل شوي.
دغه کسان د «نامشروع اړیکو»، د نشهيي توکو د استعمال او پلور په تور له ۳۰ تر ۳۹ دُرو وهل شوي او له یوه تر څلورو کلونو تنفیذي بند هم محکوم شوي.
ویل شوي چې دغو کسانو ته د سزا ورکولو پرمهال ګڼ شمېر کسانو حضور درلود.
د یادونې ده چې اسلامي امارت تېرو څلورو کلونو کې ګڼ شمېر کسانو د بېلابېلو جرمونو په تور عام محضر کې تعزیري سزاوې ورکړي دي.