د لوی غره له لمنو څخه
کورپاڼه
نړی
افغانستان
لوګر
لوبې
زده کړې
کرنه
چاپېریال ساتنه
کلتور
روغتیا
ټولنه
اقتصاد
زمونږ په اړه
زينت راډیو
کورپاڼه
نړی
افغانستان
لوګر
لوبې
زده کړې
کرنه
چاپېریال ساتنه
کلتور
روغتیا
ټولنه
اقتصاد
زمونږ په اړه
پښتو
دری
English
۲۵ قوس ۱۴۰۴
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د کاري فرصتونو رامنځته کېدو لپاره پنځه میلیون یورو ځانګړي کړي.
په کابل کې د اروپايي ټولنېاستازولۍ اعلان کړی چې «د افغانستان د خصوصي سکټوربرخې د تثبیت پروګرام» پلي کېدو لپاره یې له نړۍوال ماليشرکت (IFC) سره چې د نړۍوال بانک غړی دی، د پنځه میلیونیورو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی.
د اروپايي ټولنې استازولۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغهپروګرام په افغانستان کې د اروپايي ټولنې او د نړۍوال بانک ډلېد همکارۍ یوه نوې بېلګه ده چې د اقتصاد د تثبیت او په هېواد کېد خصوصي سکټور په مشرۍ د ټولګډونې اقتصادي ودېپیاوړتیا له لارې د معیشتونو رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د خصوصي سکټور دتثبیت پروګرام به په کوچنیو او منځنیو شرکتونو کې د پانګونېزمینه برابره کړي، د کاري فرصتونو له رامنځتهکوونکو به ملاتړوکړي او مالي خدمتونو ته به لاسرسی ښه کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروګرام به د ښځو، ځوانانو اوراستنېدونکو اقتصادي مشارکت ته ځانګړې پاملرنه ولري او لهخصوصي سکټور سره په نږدې همکارۍ به د کارموندنې اوسوداګرۍ لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.
د اروپايي ټولنې استازولۍ زیاته کړې، دغه پروګرام داسې جوړشوی چې د دې ټولنې له نورو مداخلو، په ځانګړي ډول د کلیواليپراختیا او کوچني مالي تامین برخه کې همغږی وي او دغهراز، دنړۍوال بانک د ډلې له راتلونکو نوښتونو سره به پیاوړی شي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې ورونیکا بوسکوویچپوهار ویلي: «دا نوښت د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره داروپايي ټولنې د هر اړخیزې همکارۍ یوه برخه ده؛ د افغانستانخصوصي سکټور پیاوړي کولو لپاره له بېړني بشري ځواب څخهنیولې تر اوږدمهاله تګلارې پورې.»
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، یاد پروګرام به له راتلونکېمیاشتې پیل شي، ۴۲ میاشتې به دوام وکړي او پر پنځو اساسيموخو به تمرکز ولري.
مطالب
اروپايي ټولنې په افغانستان کې
د کاري فرصتونو رامنځته کېدو لپاره
پنځه میلیون یورو ځانګړي کړي
دا خبر نورو سره شریک کړئ