کندوز کې د اوسپنې ویلې کولو نوې فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
کندوز: د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کندوز ولایت کې د «ختیځ لمر» په نوم د اوسپنې ویلې کولو فابریکه ګټې اخیستنې ته سپارلې ده.
ملا عبدالغني برادر د فابریکې د فعالیت پیل د صنعتي ودې او اقتصادي پراختیا په برخه کې مهم وباله او ویې ویل، چې د دې فابریکې په فعالېدو سره به نوي کاري فرصتونه رامنځته او د کندوز اقتصادي فعالیتونه پراخ شي.
نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت هڅه کوي په ټول هېواد کې بنسټیزې او اقتصادي پروژې پلې او خلکو ته د هوسا ژوند لپاره لازمې زمینې برابرې کړي.
د معلوماتو له مخې، په «ختیځ لمر» اوسپنې ویلې کولو فابریکه کې د یوه بهرني شرکت له لوري شاوخوا ۸.۶ میلیونه امریکايي ډالر پانګونه شوې ده.
ویل شوي، چې دغه فابریکه د ورځې تر ۳۰۰ ټنو ګول سیخ د تولید ظرفیت لري او تر اوسه یې د ۳۰۰ څخه زیاتو هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده.