کابل کې د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو ۳۲م پسرلنی نندارتون پرانېستل شو.
د پلازمېنې کابل په بادامباغ کې نن «پنجشنبه، غويي یوولسمه» د بزګر میله، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو او کورنیو تولیداتو پسرلنی ۳۲م نندارتون پرانېستل شو. دغه نندارتون به څلور ورځې دوام وکړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدر اعظم عثماني د نندارتون د پرانېستې پرمهال وویل چې دا نندارتون د بزګرانو د محصولاتو د بازارموندنې لپاره پیل شوی دی.
هغه وویل: «دا نندارتون د دې لپاره دی چې وکولی شو، کروندګرو ته د دې زمینه برابره کړو چې سوداګرو او بهرنیو پانګوالو سره هوکړهلیکونه لاسلیک کړي، د خپلو محصولاتو پلور لپاره.»
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي چې په دې نندارتون کې کرنیز محصولات، طبي بوټي، پروسس شوي زعفران، کورني محصولات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کېږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاالله عمري وايي چې د افغانستان کرنیز سکتور ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی.
هغه وویل: «الحمدالله د کرنې وزارت د هڅو په لړ چې بزګران څنګه خپل محصولات راټول کري او څنګه یې بازار ته وړاندې کړي، په دې اړه له سوداګرو سره نږدې اړیکه کې یوو او سوداګر پر دې سکتورونو پانګونې ته لېوالتیا لري، موږ په خپلو سکتورونو کې د ځانبسیاینې سره مخ یوو.»
خو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان چارواکي وايي چې دا سازمان هڅه کوي چې افغان بزګرانو ته نړیوالو بازارونو ته لاسرسی برابر کړي.
د خوړو نړیوال سازمان استازي ډیک ټرېنچارډ وویل: «لکه څنګه چې موږ په کور دننه د کرنې په سکتور کې همکارۍ ته ژمن یو، همداشان په بهر کې بهرنیو بازارونو ته د افغان کروندګرو لاسرسی هم چمتو کوو او هڅه کوو چې په کرنې سکتور کې خپل پروګرامونه زیات کړو.»
د نندارتون یوشمېر ګډونوال وايي چې دوی د دې ډول پروګرام له لارې خپلو محصولاتو ته بازارموندنه هم کوي. د دې نندارتون ګډونوال هارون وویل: «دې نندارتون کې ګډونوال زموږ کارټونه اخلي او محصولات مو د نمونې په توګه اخلي او کولای شو چې اړیکه ورسره ونیسوو او نندارتون وسیله کېږي چې له دوی سره تړون لاسلیک کړو.»
په دې نندارتون کې کرنیز، مالدارۍ او تولیدي محصولات په ۲۶۳ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي چې له ډلې یې، ۵۶ غرفې د ښځو لاسي صنایعو ته ځانګړي شوي.