نور جلال جلالي: د روغتیا سکتور پیاوړتیا لپاره پنځه کلن پلان تصویب شوی.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي وايي، تېر یوه کال کې د افغانستان د روغتیا برخه اصلاح شوې او د دې سکتور د پیاوړتیا لپاره پر ستراتیژیکو پلانونو کار پیل شوی.
هغه نن (یکشنبه، اسد پنځمه) د دغه وزارت د لاسته راوړنو شریکولو غونډې ته وویل، دغه وزارت ژمن دی چې هېوادوالو ته د لوړ کیفیت او معياري درملنې خدمتونه وړاندې کړي.
ښاغلي جلالي وویل، د تېر یوه کال پرمهال د افغانستان د روغتیايي نظام په اصلاح کې مهم ګامونه پورته شوي او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره ملي روغتیايي پالیسي جوړه او تصویب شوې.
«مونږ کوښښ کوو چې هېودوالو ته باکیفیته او معیاري خدمات وړاندې کړو. مونږ د یوه قوي او ځواب ویونکي سیستم رامنځ ته کولو لپاره ژمن یو. په همدې دلیل مو پر یو شمېر ستراتيژيکو پلانونو کار پیل کړی دی.»
ښاغلي جلالي زیاتوي چې په تېر یو کال کې د صحت په برخه کې له ۱۷۴ نیمګړو پروژو څخه ۱۲ پروژې بشپړې شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولانو په دې پروګرام کې ویلي چې تېر کال ۲۰۲ روغتیايي مرکزونه، روغتونونو ته ارتقا موندلې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي زیاته کړه چې تېر کال یې د ۱.۲ میلیارد افغانیو په ارزښت ۳۸۸ لوی او واړه قراردادونه لاسلیک کړي او د ۲.۶ میلیارد افغانیو په ارزښت، د هېواد ۲۲ مرکزي روغتونونو ته درمل، تجهیزات، خوراکي توکي او تېل تدارک شوي دي.
هغه همدارنګه وویل، د خصوصي سکتور برخه کې د هېواد په کچه ۳۵۲۶ خصوصي روغتیایي مرکزونه ثبت شوي چې له ډلې یې ۳۸۲ مرکزونو په تېر کال کې د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي چې په فعالیت سره یې، نږدې ۴۷ زره مسلکي او ۲۵ زره غیر مسلکي کارکوونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
نور جلال جلالي زیاته کړه: «د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د روغتیا ملي پالیسي تدوین او تصویب شوې. په تېر کال ۶ تقنیني مسودې، دوه طرزالعملونه، ۲۰۰ منشورونه، ۱۵ لایحې او ۷۰ روغتیایي لارښودونه هم چمتو شوي. د شاوخوا ۳۳۰۰۰ کارکوونکو د روزنیزو اړتیاوو د تحلیل لپاره جامع ډېټابېس جوړ شوی او ۲۷۴۷۰ تنه کارکوونکو ته په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړل شوې ده.»
هغه همدارنګه وویل، د خصوصي سکتور برخه کې د هېواد په کچه ۳۵۲۶ خصوصي روغتیایي مرکزونه ثبت شوي چې له ډلې یې ۳۸۲ مرکزونو په تېر کال کې د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي چې په فعالیت سره یې، نږدې ۴۷ زره مسلکي او ۲۵ زره غیر مسلکي کارکوونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.