د اسراییلو بریدونه؛ غزه کې پنځه کسان وژل شوي.
پر غزې تړانکې د اسراییلي ځواکونو د تازه هوايي برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر پنځو ته لوړ شوی دی.
د فلسطین رسمي خبري اژانس (وفا) راپور ورکړی چې د غزې په شمال کې د الشاطي کډوالو پر کمپ د اسراییلو د هوايي برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر پنځو ته لوړ شوی دی.
راپور زیاتوي چې دا برید پرون ماښام شوی چې له امله یې یوشمېر نور کسان هم ټپیان شوي دي.
یاد برید په داسې حال کې کېږي چې د اوربند له اعلان وروسته هم تاوتریخوالی نهدی درېدلی. د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د تېرکال د اکتوبر راهیسې چې اوربند عملي شوی، تر دې دمه ۷۵۷ کسان وژل شوي او ۲۱۱۱ نور ټپیان دي.
دا پېښه د اوربند د سرغړونو په لړۍ کې وروستۍ بلل کېږي چې د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې لازیاتوي.