د کندهار ولایت د کرنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې سږکال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د یاد ریاست ویاند محمد حنیف حقمل رسنیو ته ویلي، چې سږکال به د کندهار له نږدې ۲۰ زره ۵۰۰ هکټاره بڼونو څخه شاو خوا ٢٠٥ زره ټنه د انګورو حاصلات راټول شي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې سږني انګور په ارغنداب، دامان، ډنډ، شاولیکوټ، خاکریز، پنجوايي، ژړۍ، معروف او میانشین ولسوالیو کې ښه حاصل ورکړی.
د حقمل په خبره د ناروغیو او آفتونو کمښت د انګورو پر کیفیت او حاصل مثبته اغېزه کړې ده. تېرکال په کندهار کې نږدې ۱۹۵ زره ټنه انګور راټول شوي وو، خو سږکال به دا شمېر ۲۰۵ زره ټنو ته ورسېږي.