لوګر والي: د عینکو مسو کان استخراج دې ژر پیل شي.
د لوګر والي الحاج قاري صلاحالدین ایوبي د عینکو مسو کان د قراردادي شرکت (MCC) له مسؤولینو سره په کتنه کې د یاد کان د استخراج د چارو پر ژر پیل ټینګار کړی دی.
د لوګر ولایت مقام زینت راډیو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کتنه د والي په کاري دفتر کې ترسره شوې او د ولایت مقام د دفتر رئیس هم پکې حضور درلود.
ایوبي په دې لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان دولت او ولس د عینکو مسو کان د عملي استخراج د بهیر د ژر پیل غوښتونکي دي.
نوموړي زیاته کړه، د لوګر اوسېدونکي په دوامداره توګه د یادې پروژې له لارې د کاري فرصتونو د برابرېدو غوښتنه کوي، نو ځکه باید د استخدام پر مهال د لوګر ولایت انجینرانو، متخصصینو او ځوانانو ته لومړیتوب ورکړل شي.
د لوګر والي د عینکو مسو کان استخراج د کاري فرصتونو رامنځته کولو، اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره مهم وباله او ډاډ یې ورکړ، چې د لوګر ولایت مقام به د ریاستالوزراء د اقتصادي معاونیت او د کانونو او پټرولیم وزارت په همغږۍ د شته ستونزو د حل او د استخراج د بهیر د پیل لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.
بلخوا د (MCC) شرکت مسؤولینو د پروژې د روانو فعالیتونو او پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د برېښنا او اوبو کمښت د دې پروژې له مهمو ننګونو څخه شمېرل کېږي.
د شرکت مسؤولینو ژمنه وکړه، چې د عینکو مسو کان د عملي استخراج بهیر به ډېر ژر پیل شي. د هغوی په وینا، دا مهال د پروژې ۹۷ سلنه کارکوونکي د لوګر ولایت اوسېدونکي دي او د شرکت لومړیتوب هم د همدې ولایت د انجینرانو، متخصصینو او کارګرانو ګومارنه ده.
د شرکت مسؤولینو همداراز ویلي، چې د ظرفیت لوړونې په موخه به یو شمېر افغان انجینران د تخصصي زدهکړو لپاره چین ته واستول شي.