Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ارزګان کې پر ۱۷۷۳ هکټاره ځمکه کچالو کرل شوي.
۲۴ ثور ۱۴۰۴

ارزګان کې پر ۱۷۷۳ هکټاره ځمکه کچالو کرل شوي.

د ارزګان ولايت ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې سږکال په دې ولايت کې پر ۱۷۷۳ هکټاره ځمکه کچالو کرل شوي دي. 

د یاد ولایت د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې کرل شوي کچالو به سږکال ددي ولايت ټوله اړتيا پوره کړي. 

په ورته وخت کې ياد ولايت هغه ځمکه لرونکي چې سږکال يې د کچالو کښتونه کړي دي د خپلو حاصلاتو څخه خوښ دي خو زياتوي چې د ساتني لپاره يې سړې خونې نه لري.

 دارزګان ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست د وياند مرستيال قدرت الله حميدي هم د کروندګرو یادې ستونزې منې او زياتوي چې دکروندګرو ستونزې یې د کرنې وزارت سره د حل په موخه شریکې کړې دي. 

د یادولو وړ ده، چې باميان،هلمند،سمنګان او لوګر د افغانستان د هغو ولايتونو څخه دي، چې په زیاته اندازه پکې د کچالو کرنه کیږي.

مطالب

ارزګان کې پر ۱۷۷۳ هکټاره
ځمکه کچالو کرل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ