Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې په ۱۴۰زره ډالرو د اوبو یوه سربند د جوړېدو چارې پیل شوې.
۱۸ سرطان ۱۴۰۴

لوګر کې په ۱۴۰زره ډالرو د اوبو یوه سربند د جوړېدو چارې پیل شوې.

د لوګر محلي چارواکي وايي چې د ملګروملتونو د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام (FAO) له لوري په څرخ ولسوالي کې د کاشان اوبو سربند د جوړیدو چارې پيل شوې.

د دغه ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست رییس ملا محمداسماعیل اخندازده په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، د کاشان اوبو سربند د څرخ ولسوالي په «غجرک» سیمه کې د ملګروملتونو د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام (FAO) له لوري د ۱۴۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت په راتلوونکو شپږو میاشتو کې جوړېږي چې له پرانېستې سره به یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه خړوبه شي.

نوموړي وویل، په یاده پروژه کې د ۱۴ متره په اوږدوالي سربند، دوه کانالونه او نورې اړینې برخې شاملې دي، چې د کار په جریان کې به په مستقیم او غیر مستقیم ډول سلګونو کسانو ته د کارکولو زمینه برابره شي.

بل‌خوا د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین پرور وویل، اسلامي امارت ته د هېواد په کچه د اوبو مدیریت ارزښت لري او ورته پروژو ته به لومړیتوب ورکړي.

دین پرورو وویل، د کاشان اوبو سربند له جوړیدو سره به په څرخ ولسوالۍ کې زرګونه جریبه شاړه ځمکه اباده او د کرکېلې لپاره به بزګران مناسبو اوبو ته لاس رسی پيدا کړي.

د څرخ ولسوالي اوسېدونکي هم وايي، د تېرو څو کالونو راهیسې د لوګر ډيری سیمې وچکالۍ ځپلي دي او د یاد سربند له جوړیدو سره به په څرخ ولسوالۍ کې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه خوړبه شي.

دوي همدارنګه د لوګر ولایتي ادارې ته وړاندیز وکړ چې د اوبو مدیریت په ځانګړي توګه د ځمکې لاندې اوبو سطحې خوندي ساتلو په موخه بزګرانو او عامو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

مطالب

لوګر کې د اوبو د یوه سربند
جوړولو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ