لوګر کې پنځه ورزشي میدانونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
لوګر: د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په همغږۍ، د AYSO مؤسسې له لوري د لوګر په محمدآغې او برکيبرک ولسوالیو کې، چې د لوګر پوهنتون هم پکې شامل دی، پنځه ورزشي میدانونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یادو ورزشي میدانونو د جوړولو ټولیز لګښت ۴.۵ میلیونه افغانۍ ښودل شوی، چې پکې د فوټبال او والیبال میدانونه شامل دي.
د لوګر ولایت د مقام مرستیال شیخ انعامالله صلاحالدین د دغو میدانونو د جوړولو په برخه کې د یادې مؤسسې هڅې وستایلې او له ورزشکارانو یې وغوښتل، چې له دغو اسانتیاوو څخه د خپلو وړتیاوو د لوړولو او پراختیا لپاره اغېزمنه ګټه واخلي.
د لوګر د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس قاري نورالله محمود وویل، چې د دغو ورزشي میدانونو د جوړولو چارې په درېیو میاشتو کې بشپړې شوې دي.
بلخوا، د AYSO مؤسسې مسؤول محبالله یوسفزي وویل، چې د دې میدانونو د جوړولو موخه له نشهیي توکو سره مبارزه، د ورزش لپاره د مناسب چاپېریال برابرول او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دوی مؤسسې د هېواد په سوېلي زون کې، د لوګر په ګډون، ټولټال ۱۵ ورزشي میدانونه جوړ کړي او په راتلونکې کې هم د ورزش ترڅنګ په نورو برخو کې د پروژو د پلي کولو پلان لري.
ورزشکارانو د دغو میدانونو جوړېدل د ځوانانو د استعدادونو د ودې لپاره ګټور وبلل او د ورته پروژو د دوام غوښتنه یې وکړه.