Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عنایت‌الله خوارزمي: د تېرې شپې عملیاتو کې ۳۲ پاکستاني ځواکونه وژل شوي.
۱۰ حوت ۱۴۰۴

عنایت‌الله خوارزمي: د تېرې شپې عملیاتو کې ۳۲ پاکستاني ځواکونه وژل شوي.



د دفاع وزارت ویاند وايي، د دفاعي ځواکونو د غچ‌اخیستونکو بریدونه په بهیر کې تېره شپه یوځل بیا د ۲۰۳ منصوري، ۲۰۱ خالد بن ولید او ۲۰۵ البدر قول اردو له لوري په ننګرهار، پکتیا، خوست او کندهار ولایتونو کې په پاکستاني لوري د لیزري ځواک پرمټ بریدونه شوي.

عنایت‌الله خوارزمي ویلي چې دغو بریدونو کې تر دامهال ۳۲ پاکستاني ځواکونه وژل شوي او لسګونه نور تپیان دي.

د هغه په وینا، دغو بریدونو کې یو ټاور او ۴ لویې پوستې هم نیول شوي.

دغه‌راز دوه ډرون الوتکې رانسکورې شوي او یو شمېر پوځي تجهیزات په مکمل ډول تخریب او له منځه تللي دي.

تر دې وړاندې د دفاع وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د اسلامي امارت دفاعي ځواکونو د کابل بمبار لپاره د پاکستان د بمبار هڅه هم شنډه کړې.

دغه وزارت نن یک‌شنبه حوت ۱۰ / مارچ لومړۍ یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې اوس هېواد کې امنیت تامین او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

مطالب

عنایت‌الله خوارزمي
د تېرې شپې عملیاتو کې ۳۲ پاکستاني ځواکونه وژل شوي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ