Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پروان کې په ۴۰زره ډالرو یوه مدرسه جوړېږي.
۶ اسد ۱۴۰۴

پروان کې په ۴۰زره ډالرو یوه مدرسه جوړېږي.

د پروان اقتصاد ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۴۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت یوه دیني مدرسه جوړېږي.

دیاد ریاست رییس مجیب‌الله رحیمي نن دوشنبه، زمري شپږمه رسنیو ته وویل چې دغه مدرسه به نږدې راتلونکې جوړه شي.

هغه زیاته کړه چې یاده مدرسه د ترکیې د «زمره» په نوم بنسټ په مالي همکاري او د انساني مرستو جمعیت موسسې له لوري ورغول شي.

مجیب‌الله رحیمي همداراې وویل چې دغه مدرسه به په ۲۰۰ مټرمربع ځمکه کې ورغول شي چې ورسره به عصري امکانات ولري او د شپږو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

په ورته مهال د یادې مدرسې په جوړېدو سره به د پروان د اړوند سیمو اوسېدونکو ته د دیني زده‌کړو برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

مطالب

پروان کې
په ۴۰زره ډالرو یوه
مدرسه جوړېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ