Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهار څخه ۲.۵ ټنه شات بهر ته صادر شوي.
۲۱ جدی ۱۴۰۴

کندهار څخه ۲.۵ ټنه شات بهر ته صادر شوي.



د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، روان کال له دغه ولایت څخه ۲.۵ ټنه شات نورو هېوادونو ته صادر شوي.

د کندهار د کرنې ریاست د مالدارۍ امریت متخصص عبدالوارث حقمل وویل، یاد شات د خصوصي شرکتونو له لوري ترکیې، عمان، متحده عربي اماراتو، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي.

نوموړی زیاتوي چې د کندهار د ریحان شات په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی نوم لري او بهرني پېرېدونکي یې د اخیستلو لپاره زیاته لېوالتیا ښيي.

د یادونې ده چې روان کال کندهار کې د ریحانو په کرنه او د ریحاني شاتو په تولید کې نږدې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی چې له همدې امله د شاتو صادراتو ته هم زمینه برابره شوې او یاد اندازه شات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

مطالب

کندهار څخه ۲.۵ ټنه
شات بهر ته صادر شوي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ