ونزویلا په ناروې او اسټرالیا کې خپل سفارتخونې تړي.
ونزوېلا اعلان کړی چې د خپلو دیپلوماتیکو سرچینو د «ستراتېژیک وېش» په موخه، په ناروې او اسټرالیا کې خپلې سفارتخوني تړي او پر ځای به یې په بورکینافاسو او زمبابوې کې دوه نوي سفارتونه پرانیزي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د ونزویلا او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو سره مخ دي.
د «رویټرز» د راپور له مخې، د ونزوېلا حکومت ویلي چې په ناروې او اسټرالیا کې مېشتو ونزویلاي وګړو ته قونسلي خدمتونه به د نورو دیپلوماتیکو استازولیو له لارې وړاندې کېږي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې له امله خواشیني څرګنده کړې، خو ویلي یې دي چې د نظرونو له توپیر سره سره غواړي د ونزویلا له حکومت سره د خبرو دروازې پرانستې وساتي.
دا اقدام یوازې څو ورځې وروسته له هغې اعلان شو چې د نوبل کمېټې د ۲۰۲۵ د سولې جایزه د ونزویلا د اپوزیسیون مشرې ماریا کورینا ماچادو ته ورکړه او هغې بیا دا جایزه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ډالۍ کړه.
شنونکي وایي، د دې دواړو پېښو هممهالي ښيي چې کاراکاس له ناروې سره د نوبل پرېکړې له امله سیاسي ناخوښي لري؛ هغه هېواد چې پخوا یې د ونزویلا د حکومت او مخالفینو ترمنځ د سیاسي خبرو منځګړیتوب کړی و.
د ونزویلا د چارواکو په وینا، د بورکینافاسو او زمبابوې انتخاب د هغو «وروڼو ملتونو او ستراتېژیکو متحدینو» د نږدېوالي نښه ده چې د استعماري تګلارو پر ضد ګډ دریځ لري.
دا دواړه هېوادونه د روسیې له نږدې متحدینو څخه شمېرل کېږي، هغه هېواد چې په ملګرو ملتونو کې یې د ونزویلا ملاتړ کړی او امریکا یې په دې تورنه کړې چې «لومړی برید کوي، وروسته پوښتنه کوي.»
کاراکاس همدارنګه خبرداری ورکړی چې ګواکې د «راتلونکي برید د احتمال» په حالت کې دی او واشنګټن یې په رژیمبدلون هڅو تورن کړی دی.