Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

چاپېریال ساتنې ملي اداره: د روان کال لسو میاشتو کې د هوا ککړتیا کمه شوې.
۱۴ دلو ۱۴۰۳

چاپېریال ساتنې ملي اداره: د روان کال لسو میاشتو کې د هوا ککړتیا کمه شوې.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان وايي چې د تېرکال په پرتله د سږکال لسو میاشتو پرمهال په هېواد کې د هوا ککړتیا کچه کمه شوې.

د یادې ادارې مسوولانو دغه څرګندونې نن یکشنبه، سلواغې ۱۳مه کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال کړې دي.

 د دوی په وینا، د کابل ښار او ولسوالیو کې د شاوخوا ۶۳۸ کارخونو، ۶۷۳ دولتي او خصوصي روغتونونو، ۲۶۰ مارکېټونو، د ۵۰۳ د ګچ او خښتو جوړولو بټیو، د موټرو د ترمیم ورکشاپونو، د جغلو تولید ۷۸ ماشینونو، د ۱۷ ښارګوټو او د ۷۰۵ لوړپوړو ودانیو فعالیت له امله د پلازمېنې هوا ککړه شوې.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسۍ مرستیال زین‌العابدین عابد دې ناستې ته وویل، د دغې ادارې کارکوونکو سږکال د هوا ککړتیا د کمښت لپاره له څه باندې ۳۶۰۰ بېلابېلو ځایونو چې تولیدي فابریکې، لوړپوړیزې ودانۍ، عمومي حمامونه او ځینې نور ځایونه په‌کې شامل دي، څارنه کړې.

هغه وویل: «هېواد کې له ۳۵۲۱ ودانیزو پروژو څارنه شوې چې او د ښایسته چاپېریال لپاره هڅې کوو او د دې ادارې تخنیکي شمېرې ښيي چې د تېرکال په پرتله د روان کال لسو میاشتو کې هېواد کې د هوا ککړتیا کمه شوې.»

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د هوا ککړتیا د کنټرول څانګې امر طوفان جبران په ډېری سیمو کې د هوا د تصفيې فلټرونو لګول، د هوا ککړتیا د کمېدو یو لامل بولي. «د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او اړوند بنسټونو اقدامات کړي او ټولو ودانیو کې فلټرونه لګول شوي چې دا د هوا ککړتیا د کمښت لامل شوې.»

له دې سره د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د هوا له ککړتیا څخه شکایت کوي او له اړوندو بنسټونو غواړي چې د هوا ککړتیا د کمولو لپاره لا زیات عملي ګامونه پورته کړي.

د کابل ښار اوسېدونکي سمیر وویل: «ژمي کې ککړه هوا ډېرېږي او شپې زیات وي، له ډېر غبار څخه پر سرک نفر نه‌ښکاري او لاره ورکوي او دې چارې ستونزې هم موږ ته پیدا کړي او له اړوند ادارو غواړو چې دې برخې ته پام وکړي.»

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د شمېرو پر بنسټ، دغې ادارې په څه باندې تېرو درېیو کلونو کې د هوا د ککړتیا د کمولو په موخه هېواد کې ۵۰۰ کسانو ته د عامه پوهاوي درې زره پروګرامونه په لاره اچولي دي.

مطالب

چاپېریال ساتنې ملي اداره
د روان کال
لسو میاشتو کې
د هوا ککړتیا کمه شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ

چاپېریال ساتنې ملي اداره: د روان کال لسو میاشتو کې د هوا ککړتیا کمه شوې.