Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د هرات ـ تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژه کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو هوکړه لاسلیک شوه.
۲۰ سرطان ۱۴۰۴

د هرات ـ تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژه کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو هوکړه لاسلیک شوه.



اسلامي امارت او قزاقستان د هرات ـ تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژه کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر مرات نورتلیف سره لیدلي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال دغه لیدنه کې وویل، هېواد یې چمتو دی چې د هرات ـ تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژه کې عملاً د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه پيل کړي.

هغه وايي، په نړیوال سټیج له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او مختلفو برخو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ګډو همکاریو او نږدې کار کولو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

هغه افغانستان ته د برېښنا وارداتو د زیاتوالي، د قزاقستان بازارونو ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو انتقال او د قزاقستان په ازادي او زمان بانکونو کې د افغاني بانکونو د حسابونو پرانیستلو ته له خپل لوري چمتووالی څرګند کړ.

ملا برادار د هرات ـ تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژه کې د قزاقستان له پانګونې هرکلی وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ او سوداګرۍ کچې زیاتېدو لپاره مهم ګام یاد کړ.

د یادې لیدنې پرمهال دواړو لورو د سوداګرۍ، ترانزیټ، اوسپنې پټلۍ، بانکي او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال قزاقي لوري ته ډاډ ورکړ چې افغانستان کولای شي د یوه مؤثر ترانزیټي دهلېز په توګه، قزاقستان ته دا زمینه برابره کړي چې  خپله انرژي د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته ولېږدوي.

مطالب

د هرات ـ تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژه کې

دا خبر نورو سره شریک کړئ

د هرات ـ تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژه کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو هوکړه لاسلیک شوه.