Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

چارواکي: د اسلامي نظام ساتنه او دفاع په هر مسلمان فرض ده.
۲۹ دلو ۱۴۰۴

چارواکي: د اسلامي نظام ساتنه او دفاع په هر مسلمان فرض ده.



د لوګر ولايت په مقام کې د ملکي او نظامي مسؤولینو، علماوو او ډلګی‌مشرانو په ګډون یوه ستره غونډه ترسره شوه چې پکې د اسلامي نظام د استحکام، د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ او د اطاعت پر اړتیا خبرې وشوې.

دغه غونډه د ولایت مقام په تالار کې جوړه شوې وه چې پکې د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي، د اصلاحي نظامي کمېسیون مشر شیخ محمد قاسم خالد، د ملکي او نظامي ادارو مسؤولینو، ډلګی‌مشرانو او یو شمېر علماوو ګډون کړی و.

د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي د خپلو خبرو پر مهال د مسؤولینو ترمنځ پر ښې همغږۍ، اطاعت او د اسلامي نظام پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې ټول مسؤولین باید د نظام د لا پیاوړتیا لپاره په ګډه کار وکړي.

همدارنګه، یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د ارزښت، په نظام کې د علماوو د مسؤولیتونو، د نظام د پایښت او استحکام لپاره د هغوی د مکلفیتونو، د اسلامي امارت د تړونونو او مذاکراتو د تطبیق او په اسلامي نظام کې د اطاعت پر اړتیا خبرې وکړې.

ورته مهال د اصلاحي نظامي کمېسیون مشر شیخ محمد قاسم خالد د اسلامي نظام د استحکام په اړه خبرې وکړې او له مسؤولینو یې وغوښتل چې په دې برخه کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

 نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي نظام ساتنه او دفاع پر هر مسلمان فرض عین دی او د امیر اطاعت واجب بلل کېږي.

مطالب

چارواکي:
د اسلامي نظام ساتنه او دفاع په هر مسلمان فرض د

دا خبر نورو سره شریک کړئ