Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو.
۲۱ حوت ۱۴۰۴

لوګر کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو.

د لوګر ولایت سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د مرکز پل‌علم په ګډون د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د پسرلنیو نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شوی، چې په ترڅ کې به یې شاوخوا ۴۰۰ زره مثمر او غیر مثمر نیالګي کېنول شي.

د یاد کمپاین د پیل په مراسمو کې د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور، د بېلابېلو دولتي ادارو رییسانو او یو شمېر قومي مشرانو ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې د لوګر مرستیال والي وویل، د نیالګیو کېنول د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره اغېزمن ګام دی او زیاته یې کړه، چې د نیالګیو په کېنولو سره چاپېریال زرغون او سمسور کېږي او د بېلابېلو ناروغیو د رامنځته کېدو مخه هم نیول کېږي.

بلخوا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیرآقا پیرحبیب‌الرحمن وویل، د دغه کمپاین په لړ کې به د کرنې ریاست، پل‌علم ښاروالۍ، د چاپېریال ساتنې ریاست او نورو اړوندو ادارو په همکارۍ د مرکز پل‌علم په ګډون د لوګر په ټولو ولسوالیو کې شاوخوا ۴۰۰ زره مثمر او غیر مثمر نیالګي کېنول شي.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې په دې کمپاین کې فعاله ونډه واخلي او د هوا د ککړتیا د مخنیوي تر څنګ د چاپېریال په زرغونتیا کې هم مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال هم د همدې ادارو په ګډه همکارۍ په لوګر ولایت کې شاوخوا ۲۵۰ زره مثمر او غیر مثمر نیالګي کېنول شوي وو.

مطالب

لوګر کې د نیالګیو کېنولو
پسرلنی کمپاین پیل شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ