د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د هنر او کلتور معين مولوي عتیقالله عزیزي، په کابل کې د اندونیزیا د سفارت له شارژدافیر سره کتلي دي.
سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او اندونيزيا ترمنځ د کلتوري همکاریو پر پراختيا خبرې شوې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین، له اندونیزیا سره د کلتوري اړیکو د پیاوړتیا هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دواړو اسلامي هېوادونو ګډ فرهنګي ارزښتونه کولای شي د هوکړې، همکارۍ او متقابل درناوي بنسټونه لا پیاوړي کړي.
د اندونیزیا شارژدافير هم له افغانستان سره د کلتوري میراثونو او دغه راز د هنري فعالیتونو او کتابتونونو ودې په برخو کې د خپل هېواد د همکاریو ژمنه کړې ده.