Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سويل ختيځ زون کې د جلغوزو حاصلات ٣ برابره زيات شوي.
۱۸ میزان ۱۴۰۴

سويل ختيځ زون کې د جلغوزو حاصلات ٣ برابره زيات شوي.



روان کال د هېواد سويل ختيځ زون کې د جلغوزيو په حاصلاتو کې ٣ برابره زياتوالي راغلی

د خوست ولايت مقام وياند مستغفر ګربز ویلي، تېر کال له پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو شاوخوا ۵ زره ټنه د جلغوزیو حاصل ترلاسه شوی و، خو سږ کال یې حاصلات نږدې ۲۰ زره ټنو ته رسيږي چې ۳ برابره زیاتوالی ښيي.

هغه ويلي چې سږني جلغوزې د کیفیت له اړخه هم د تېر کال په پرتله غوره دي.

ګربز همداشان ويلي چې دامهال د خوست جلغوزې یوازې چین او پاکستان ته صادریږي، خو د خوست ولایتي اداره د مرکزي حکومت سره په همغږۍ هڅې کوي، څو د خوست د جلغوزیو د صادراتو لړۍ نورو نړیوالو بازارونو ته هم وغځېږي.

د یادونې ده چې د پکتيا او پکتيکا ولايتونو جلغوزې هم له ونو تر شکولو وروسته، له غوټو د سپړلو او بسته بندۍ لپاره خوست ته وړل کيږي.

مطالب

سويل ختيځ زون کې
د جلغوزو حاصلات ٣ برابره زيات شوي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ