Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د خوست دریو ولسوالیو کې د ښوونځیو بیارغولو چارې پیل شوې.
۱۷ سنبله ۱۴۰۴

د خوست دریو ولسوالیو کې د ښوونځیو بیارغولو چارې پیل شوې.



د خوست د پوهنې ریاست یوه خبرپاڼه کې ویلي، د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د ۱۰۷ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د يو شمېر ښوونځیو د ترمیم او اساسي رغونې چارې پیل شوې.

خبرپاڼه کې ويل شوي چې هڅه کوي د نورو ادارو په مرسته د خوست بېلابېلو سیمو کې ښوونځي ترمیم او د اړتیا وړ امکانات ورته برابر کړي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې، د یادو پروژو په چوکاټ کې به د يو شمېر ښوونځیو ودانۍ ترمیم شي، نوي ټولګي جوړ شي.

همدارنګه د ښوونځيو لپاره به څاګانې وکیندل شي، د احاطې ديوالونه او کانټینري خونې به جوړې شي چې چارې به يې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

مطالب

د خوست دریو ولسوالیو کې
د ښوونځیو بیارغولو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ