Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر امنیه قومنداني: هټیوال دې د پټاقیو له پلور ډډه وکړي.
۳۱ سرطان ۱۴۰۴

د لوګر امنیه قومنداني: هټیوال دې د پټاقیو له پلور ډډه وکړي.



د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د خوښیو مراسمو کې په هر ډول ډزو بندیز لګېدلی او هټيوال نه‌شي کولای چې پر خلکو فشنګونه او پټاقۍ وپلوري.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس ز ینت راډیو ته وویل چې د امنیه قومنداني پولیسو د پل‌علم ښار له ګڼ‌شمېر هټیو چاودېدونکي توکي او پټاقۍ چې خلک ورڅخه د خوښیو مراسمو کې کار اخلي، راتولې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې په ټول لوګر کې د خوښیو مراسمو کې د پټاقیو او چاودېدونکو توکو په کارونې کلک بندیز لګېدلی او که څوک سرغړونه وکړي، امنیتي ځواکونه به یې ونیسي.

انس زیاتوي چې د ډېری سیمو کې خلکو دوې ته شکایت کړی چې د شپې پرمهال د خوښۍ مراسمو کې له هوایي پټاقیو کار اخلي چې دغې چارې د شپې پرمهال خلکو ته اندېښنې راپیدا کړي دي.

د لوګر اوسېدونکي هم د امنیه قومنداني له لوري د پورته شوې ګام هرکلی او ملاتړ کوي، خو ټینګار کوي چې یاده پرېکړه دې په ټولو هېوادوالو یو ډول عملي شي.

مطالب

د لوګر امنیه قومنداني
هټیوال دې د پټاقیو له پلور ډډه وکړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ

د لوګر امنیه قومنداني: هټیوال دې د پټاقیو له پلور ډډه وکړي.