Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اېټالیا له اسراییلو سره د دفاعي همکاریو تړون ځنډولی.
۲۶ حمل ۱۴۰۵

اېټالیا له اسراییلو سره د دفاعي همکاریو تړون ځنډولی.

د ایټالیا حکومت اعلان کړی چې له اسراییلو سره د دفاعي همکارۍ د تړون د اتومات تمدید بهیر یې ځنډولی دی. دا پرېکړه د منځني ختیځ د وروستیو تحولاتو په رڼا کې د دواړو دودیزو متحدینو ترمنځ د اړیکو د بدلون نښه بلل کېږي.

د راپورونو له مخې، دا اقدام په داسې حال کې شوی چې لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني په مشرۍ ښي اړخي حکومت تر دې وړاندې په اروپا کې د اسراییل له نږدې ملاتړو څخه ګڼل کېده.

خو لبنان کې د اسراییلو بریدونو پراخېدو سره او د ملګروملتونو تر چتر لاندې د ایټالیايي ځواکونو پر لور د خبرداري ډزو، د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي ترینګلتیا زیاته کړې ده.

یاد دفاعي تړون لومړی ځل په ۲۰۰۳کال کې لاسلیک شوی او له ۲۰۰۶ راهیسې عملي کېږي. دغه تړون د پوځي روزنې، تجهیزاتو برابرولو او دفاعي همکاریو بېلابېلې برخې رانغاړي او هر پنځه کاله وروسته په اوتومات ډول غځېږي.

د تړون د تمدید د بهیر ځنډول ښيي چې روم غواړي د تل‌ابیب سره د خپلو پوځي همکاریو کچه او ماهیت له سره وارزوي. په همدې لړ کې، ایټالیا او اسراییل په وروستیو ورځو کې د یو بل سفیران احضار کړي چې دا کار د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د لاخرابېدو څرګندونه کوي.

دا پرېکړه د ایټالیا په بهرنۍ تګلاره کې د یوه پراخ بدلون نښه هم بلل کېږي. لومړۍ وزیره میلوني چې مخکې یې له ډونالډ ټرمپ او امریکا سره نږدې اړیکې درلودې، په وروستیو کې له ځینو واشنګټني دریځونو واټن نیولی او د ټرمپ هغه څرګندونې یې هم «د منلو وړ نه دي» بللي چې د پاپ پر ضد یې کړې دي.

مطالب

اېټالیا له اسراییلو سره
د دفاعي همکاریو تړون ځنډولی.

دا خبر نورو سره شریک کړئ