Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

راشدخان شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې د ګډون لپاره هېواد ته راغلی.
۱۲ سرطان ۱۴۰۵

راشدخان شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې د ګډون لپاره هېواد ته راغلی.

د افغانستان کرکټ بورډ کې یوې سرچینې رینبو ته تایید کړه چې راشدخان شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې د ګډون لپاره هېواد ته راغلی دی.

د شپږیزه کرکټ لیګ یوولسم پړاو سیالۍ دوه ورځې مخکې په خوست ولایت کې د بند امیر، سپین‌غر، مس‌عینک، امو او بست لوبډلو په ګډون پیل شوې دي.

راشدخان په دغو سیالیو کې د سپین‌غر لوبډلې لوبډلمشر دی او ټاکل شوې چې سبا به په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د بست لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

مطالب

راشدخان شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې
د ګډون لپاره هېواد ته راغلی

دا خبر نورو سره شریک کړئ