Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزني کې په ۱۰۹میلیون افغانۍ د سلطان‌بند د حفظ او څارنې چارې پیل شوې.
۱۴ سرطان ۱۴۰۴

غزني کې په ۱۰۹میلیون افغانۍ د سلطان‌بند د حفظ او څارنې چارې پیل شوې.



د اوبو او برښنا وزارت غزني کې په څه باندې ۱۰۹ میلیون افغانۍ د سلطان‌بند د حفظ او څارنې پروژې چارې پیل کړې.

د اوبو او برښنا وزارت سرپرست عبداللطیف منصور نن (شنبه، د سرطان ۱۶) د دغې پروژې د چارو پرانیستې مراسمو کې د سلطان‌بند د اوبو په مدیریت او د کرنې د پراختیا په برخه کې مهم وباله.

د مسوولانو په وینا، په دغه پروژه کې د ۲نیم مترو په اندازې د بند لوړوالی، د بند تر ګواښ لاندې سیمو د بیارغونې او ټینګښت، د پاورهاوس جوړونه، د اوبو وتلو پایپونو بیارغونه، د دروازو بیارغونه، د پرچاوو بیارغونه، د چک او کنټرول په موخه پر بند د سانسورونو نصبول، د بند پر محور د لمریزو ګروپونو نصبول او د ساتونکو د ودانۍ جوړونه شاملیږي چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړه شي.

د دغې پروژې په پلي کېدو سره به د بند لوړوالی له ۳۵ متره څخه ۳۷ اعشاریه ۵ متره او د ذخیرې وړتیا به یې له ۹ میلیون متره مکعب اوبو څخه ۱۳ میلیون متره مکعب اوبو ته لوړه شي چې په ټوله کې به کابو ۱۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

د اوبو او برښنا وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت په هڅو هېواد کې شرعي نظام، امنیت، اقتصادي پراختیا، قومي یووالی او د یو بل منلو فضا را منځته شوې، له همدې کبله خلک هم مسؤلیت لري چې له دغه نظام په اخلاص، اطاعت او وفادارۍ سره ملاتړ وکړي.

مطالب

غزني کې په ۱۰۹میلیون افغانۍ
د سلطان‌بند د حفظ او څارنې چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ