Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د ۴۷ میلیونه افغانیو په لګښت د پل علم ښار دننه سړک رغنیزې چارې پیل شوې.
۲۲ جدی ۱۴۰۴

لوګر کې د ۴۷ میلیونه افغانیو په لګښت د پل علم ښار دننه سړک رغنیزې چارې پیل شوې.

د پل علم ښاروال، مولوي محمد شاکرثاقب وایي، دغه سړک د ۴۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یادې ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه؛ د شهیدانو له څلور لارې د پای خېلو تر سیمې بیارغول کیږي چې ۱.۲ کیلومټره اوږدوالی او ۱۳.۵ متره سور به ولري.

ورته مهال د یاد سړک د چارو د پرانیستې په مراسمو کې، امـ.ارتـي مسؤلینو د ولایتي ادارې له مسوولینو غوښتنه وکړه، څو د عوایدو راټولولو او زیاتوالي برخو کې له پل علم ښاروالۍ سره مرسته وکړي. 


د پل علم ښار د داخلي سړک رغنیزې چارې داسې مهال عملاً پیلیږي، چې په دې ورستیو کې د خواله رسنیو د کاروونکو له لوري یوه سوژه ګرځېدلې وه او د یاد سړک د ژر تر ژره رغیدو غوښتنه یې کوله.

زینت راډیو ـ لوګر

مطالب

لوګر کې د ۴۷ میلیونه افغانیو په لګښت
د پل علم ښار دننه سړک رغنیزې چارې پیل شوې.

دا خبر نورو سره شریک کړئ