سپاه پاسداران: د امریکا یوه بېپیلوټه الوتکه مو نسکوره کړې.
زینت راډیو: د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې، چې د «MQ-9» ډول د امریکا یوه بېپیلوټه الوتکه یې د پرمختللي هوايي دفاعي سیستم په وسیله د ایران په هوايي حریم کې کشف او نسکوره کړې ده.
د الجزیرې خبري شبکې د تسنیم خبري اژانس له قوله راپور ورکړی، چې دغه بېپیلوټه الوتکه نن، چهارشنبه د ۲۵ سنبلې، د ایران پر وخت د سهار په ۲:۲۹ بجو، چې د ګرینویچ له وخت سره سمون خوري، د قشم ټاپو په فضا کې نسکوره شوې ده.
د سپاه پاسداران په وینا، په تېرو دوو ورځو کې یې د هرمز تنګي پر سر د امریکا څو نورې بېپیلوټه الوتکې هم نسکورې کړې دي.