پر اوکراین د روسیې بریدونه؛ ۲۸کسان وژل شوي او ۱۰۰ ټپیان دي.
د اوکراین چارواکي وايي چې د روسیې له لوري پر کېیف د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو پرلهپسې بریدونو له امله ۲۸ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ نور ټپیان دي.
په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي تر دې وړاندې په خپله شپنۍ وینا کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړی و او ویلي یې و چې د ژغورنې عملیات تر ماښامه روان وو. د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي، له ۱۲۰۰ ډېر پولیس او ژغورونکي د پېښې ځای ته ورغلې دي.
زېلېنسکي کې زیاته کړې چې لاهم لسګونه کسان روغتون کې بستر دي.
د اوکراین د ژغورنې ادارې ویلي چې په ټپیانو کې ۱۶ ماشومان دي چې د جګړې له امله د ماشومانو د ټپيکېدو تر ټولو لویه پېښه ده.
د اوکراین ولسمشر له دې وړاندې ویلي چې روسیې د شاوخوا ۳۰۰ ډرون او توغندیو بریدونه کړي دي.
بلخوا د روسیې دفاع وزارت مسوولان وايي چې د اوکراین پوځ هوايي ډګرونه او د مهماتو زېرمې یې، په نښه کړي دي.