دایکنډي کې د څه باندې ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت شپږو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې.
د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې د څه باندې ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت شپږو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دایکنډي د پوهنې ریاست د نشراتو مدیر عیدمحمد علميزاده خبري رسنیو ته وویل چې د دغه ولایت په کیتي، خدیر، کجران او پاتو ولسوالیو کې د شپږو ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
هغه زیاته کړه، پر یادو ودانیو څه باندې ۶۰ میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د یونیسف ادارې له خوا ورکړل شوی دی.
د هغه په خبره، په خدیر ولسوالۍ کې «کومور»، په کیتي ولسوالۍ کې «رویان» د هلکانو او «تمران» د نجونو ښوونځي، په کجران ولسوالۍ کې «زردګلان» د هلکانو او په پاتو ولسوالۍ کې «سنګمزار» او «محمدیه» د هلکانو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې شوې دي.
عالميزاده وویل چې دغه ودانۍ په پاخه او اساسي بڼه جوړې شوې او هره یوه یې شپږ درسي خونې، اداري ملحقات، پنځه تشنابونه، د څښاک اوبو څاه، د لمریزې برېښنا سیسټم او د انګړ دېوال لري.
هغه زیاته کړه چې پر هره ودانۍ څه باندې ۱۰ میلیون افغانۍ لګېدلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د دایکنډي د ځینو ښوونځیو زدهکوونکو او ځايي اوسېدونکو د ښوونځیو لپاره د معیاري ودانیو له نشتوالي شکایت کړی و.