Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د دوو کورنیو ترمنځ روغه وشوه.
۱۸ ثور ۱۴۰۵

لوګر کې د دوو کورنیو ترمنځ روغه وشوه.

د لوګر د مرکز پل‌علم اړوند د دوو کورنیو ترمنځ یو کلنه دښمني د ځايي مسوولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو په هڅو پای ته ورسېده.

د لوګر د قومونو او قبایلو چارو ريیس قاري محمداشرف نښتر په دې تړاو د جوړې شوې غونډې پر مهال وویل چې دغه شخړه د لوګر د بابوس سیمې او د میدان‌وردګو د سیداباد ولسوالۍ د تنګي درې د اوسېدونکو ترمنځ رامنځته شوې وه چې د اسلامي امارت د مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب په سوله‌ییز ډول حل شوه.

هغه د روغې جوړې برخه کې د قومي مشرانو او علماوو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې د ورته شخړو د حل لپاره باید لا ډېرې هڅې وشي، څو په ټولنه کې د تاوتریخوالي مخه ونیول شي.

بلخوا، د میدان‌وردګو د سیداباد ولسوال مولوي سرداراحمد ثابت هم دغه روغه جوړه د خوښۍ وړ وبلله او ویې ویل چې د خلکو ترمنځ بښنه، زغم او سوله د اسلامي او انساني ارزښتونو څرګنده بېلګه ده.

د دواړو کورنیو استازو هم ژمنه وکړه چې له دې وروسته به په سوله، تفاهم او ورورولۍ کې ژوند کوي او د هر ډول ستونزو د مخنیوي لپاره به ګډې هڅې کوي.
د یادونې ده، دغه دښمني یو کال وړاندې د پل‌علم ښار اړوند د مامورینو ښارګوټي ته څېرمه د صفت‌الله په نوم د یوه کس له وژل کېدو وروسته رامنځته شوې وه.


مطالب

لوګر کې د دوو کورنیو
ترمنځ روغه وشوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ