Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې سبا پر یوه قاتل د قصاص حکم پلی کېږي.
۱۰ قوس ۱۴۰۴

خوست کې سبا پر یوه قاتل د قصاص حکم پلی کېږي.



د خوست ولايت مقام څخه نن دوشنبه، لیندۍ لسمه،  په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې سبا سه‌شنبه، لس بجې د خوست په ورزشي سټېډیوم کې پر یوه کس د قصاص حکم جاري کېږي.

د خبرپاڼې له مخې، د اسلامي شریعت د احکامو د تنفیذ او تطبیق په لړۍ کې، د اسلامي امارت قضایي ارګانونه، د علیشیرو او تریزيو ولسوالي اړوند دردونکي پېښې د یوه قاتل په اړه د قصاص حکم عملي کېږي.

خبرپاڼه کې له مسوولانو، علماو کرامو، مجاهدینو او عامو خلکو څخه هیله شوې چې په ټاکلي وخت، د یاد شرعي حکم د تطبیق په صحنه کې ګډون وکړي.

خبرپانه کې له خلکو غوښتنه شوې چې د قصاص د حکم د تطبیق ساحې ته د کامرې لرونکي ټېلیفونونو او وسلو د ننه‌وتلو اجازه نه‌شته او هر څوک دې له دغو توکو د راوړلو څخه جدي ډډه وکړي.

د يادونې وړ ده چې د ۲۰۲۵ ميلادي کال د جون مياشتې په ۲۹ نيټه يوشمېر وسله‌والو کسانو د يوې کورنۍ ۱۳ غړي په ډزو وژلي و.

مطالب

خوست کې سبا پر یوه قاتل
د قصاص حکم پلی کېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ