Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د سپاه خبرداری: د امریکا جنګي بېړیو ته دې د هرمز تنګي ته نږدې کېدو ډډه وکړي.
۲۲ سنبله ۱۴۰۵

د سپاه خبرداری: د امریکا جنګي بېړیو ته دې د هرمز تنګي ته نږدې کېدو ډډه وکړي.

د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو یوه لوړپوړي چارواکي د امریکا د سمندري ځواکونو بېړیو ته د هرمز تنګي ته د نږدې کېدو په اړه خبرداری ورکړی او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعاوې یې ننګولې دي چې ګواکې واشنګټن پر دغه سمندري لار کنټرول لري.

د ایران د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو سیاسي مرستیال ویلي:
«که د هرمز تنګی د امریکا تر کنټرول لاندې وي، نو وړاندې راشئ؛ خپله یوه جنګي بېړۍ ترې ۱۰۰ کیلومترۍ پورې را نږدې کړئ.»

نوموړي زیاته کړې، چې امریکايي ځواکونه پوهېږي هره بېړۍ چې د سیمې پر لور نږدې شي، د ایران د ځواکونو له غبرګون سره به مخ شي. د هغه په وینا، په تېرو څو ورځو کې هم ورته پېښې رامنځته شوې دي.

دا خبرداری داسې مهال ورکړل شوی چې امریکا نن سهار، یکشنبه د ۲۲ سنبلې، د هرمز تنګي په «هنګام» ټاپو اړوند سیمه کې یوه ایراني سوداګریزه بېړۍ په نښه کړې ده.

د راپور له مخې، په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

مطالب

د سپاه خبرداری: د امریکا جنګي بېړیو ته دې
د هرمز تنګي ته نږدې کېدو ډډه وکړي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ