لوګر کې د ایډز او هیپاتیت د معاینې او مشورې مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.
د لوګر ولایت د نایب امینالله ولایتي روغتون په انګړ کې د ایډز (HIV) او هیپاتیت د داوطلبانه معاینې او مشورې مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.
د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د لوګر مرستیال والي، مولوي انعامالله صلاحالدین، د عامې روغتیا وزارت راغلي پلاوي، د لوګر د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد زرک (ځیرک)، د اړوند ساختماني شرکت استازو، متخصصینو او ډاکټرانو ګډون کړی و.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست رئیس وویل، په دې مرکز کې به څلور خونې او نور اړین ملحقات جوړ شي، څو د ایډز او هیپاتیت د مخنیوي، داوطلبانه معاینې او روغتیايي مشورو لپاره معیاري خدمات وړاندې کړي.
د یادې پروژې بودیجه د عامې روغتیا وزارت له لوري ورکول کېږي او د جوړولو چارې یې د عنایت بصیر ساختماني شرکت پر غاړه دي.
نوموړي زیاته کړه، د دې مرکز په جوړېدو سره به د لوګر اوسېدونکو ته د ایډز او هیپاتیت د تشخیص، سلا مشورو او مخنیوي اړوند روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لا ښه او اسانه شي.